ډېر لوستل شوي

ایران: د فارس خلیج امنیت به یا د ټولو لپاره وي، یا به د هېچا لپاره نه وي

د ایران مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیاء» د ايران د بندرونو امنيت په تړاو د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او خبرداری يې ورکړی، که د دې بندرونو امنيت ته ګواښ پېښ شي، نو د فارس خليج او د عمان سمندر هيڅ بندر به خوندي پاتې نه شي.
د يادې قوماندانۍ وياند ابراهيم ذلفقاري ټینګار کړی، چې د «دښمن» بېړيو ته به د هرمز تنګي له تېردو اجاز ورنه‌کړل شي او نورې کښتۍ به د ايراني ځواکو د اصولو په رعايت سره تګ‌ــ‌راتک وکړي.
نوموړي په نړیوالو اوبو کې د بېړیو پر تګ‌ــ‌راتګ د امریکا له لوري لګول شوي محدودیتونه غیرقانوني او دا کار يې د «سمندري غلا» مصداق بللی دی.
د ایران مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیاء» وياند خبرداری ورکړی، چې د سیمې د سمندري امنیت موضوع باید د ټولو هېوادونو لپاره یو شان وي، ځکه د امنیت ګډوډي به پراخې پایلې ولري.

اړوند خبرونه