د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په افغانستان کې له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید پر ارزښت، د انرژۍ برخې د پراختیا پر فرصتونو او همدارنګه د راتلونکو ګډو پلانونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د عزیزي ګروپ استازو ویلي چې که مناسبې اسانتیاوې او همغږي رامنځته شي، نو افغانستان له خپلو کورنیو ګازي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کولای شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد ګروپ استازو همداراز د دغو پروژو د عمليکېدو په صورت کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځتهکېدو او د انرژۍ د ځان بساینې پر مثبتو اغېزو هم خبرې کړې دي.
بلخوا ښاغلي بدري ډاډ ورکړی چې د طبیعي سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د انرژۍ د برخې د پرمختګ لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي او ګډې پروژې به د قانوني چوکاټ له مخې پلي شي.

