د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کاتولیکانو مشر پاپ لیو، پر وړاندې توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې پاپ باید خپل دریځ سم کړي او له «سالم عقل» څخه کار واخلي.
ټرمپ پر خپله ټولنیز «ټروث سوشیال» زیاته کړې: “داسې پاپ نه غواړو چې د امریکا پر ولسمشر نیوکې کوي.”
نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې که دی په سپینه ماڼۍ کې نه وای، نو د ده په وینا پاپ لیو به هم واتیکان ته د رسېدو چانس نه درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کاتولیکانو مشر پاپ لیو د ټرمپ پر سیاستونو او سیمې-نړۍ په کچه جګړې ته پر لمن وهنو نیوکه کړې وه.

