د اوزبيکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي په مشرۍ هرات ته د سفر پر مهال د دې ولایت له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدلي او د دواړو لوريو پر اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا، د لویو لارو او وسپنې پټلۍ د پراختيا، په هرات کې د اوزبيکستان د تولیداتو دایمي نندارتون پر جوړېدو او همداراز د اوزبيکستان د سوداګرۍ خونې پر پرانیستلو بحث شوی دی.
د هرات والي ياد ولايت د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي مرکزونو بللی او له اوزبيکستان سره یې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. ښاغلي اسلامجار له اوزبيکستان څخه د خوراکي توکو، غوړو، سمنټو او ودانيزو توکو د وارداتو یادونه کړې او ويلې يې دي، چې په بدل کې به د هرات د مرمر ډبرې اوزبيکستان ته صادرېږي.
بل لور ته، د اندیجان والي هرات د منځنۍ اسیا پر لور د افغانستان مهمه سوداګریزه دروازه بللې او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. هغه په هرات کې د اوزبيکستان سوداګرو د پانګونې لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړی دی.
دغه راز دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د هرات د سوداګرو یو پلاوی به ژر اندیجان ته سفر وکړي او هلته به د ګډ نندارتون له لارې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوزبيکستان د تولیداتو نندارتون هم تازه په هرات کې پرانیستل شوی او تمه ده چې ډېر ژر به د افغان–اوزبيک ګډه سوداګریزه خونه هم په رسمي ډول فعاله شي.

