په داسې حال کې، چې د اسلاماباد په کوربهتوب د امريکا او ايران ترمنځ وروستۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو د اړیکو او مذاکراتو د دوام لپاره دروازه پرانيستې پرېښې ده.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لا هم غیرمستقیم تماسونه روان دي او پاکستان د منځګړي په توګه د پیغامونو لېږد ته دوام ورکړی دی.
دا وضعیت څرګندوي، چې سره له ژورو اختلافاتو، دواړه خواوې د کړکېچ د کمولو او احتمالي هوکړې لپاره د راتلونکو خبرو احتمال ژوندی ساتي.
د ځينې راپورونو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ايراني لوري ورسره د هوکړې په تړاو اړيکه نيولې، خو ايران تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ويلي.

