ډېر لوستل شوي

له کندهاره متحده عربي اماراتو ته د ۲۰ ټنه الوچو صادرات پیل شول

د کندهار ځایي مسوولينو اميد راډيو ته ويلي، چې متحده عربي اماراتو ته يې د الوچو صادرات پیل کړي دي.
د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال په ياد ولايت کې د الوچو صادرونکي سید حسين سیدي په حواله ويلي، چې د همدې لړۍ په پیل کې یو ټن الوچې اماراتو ته صادرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکې کې پلان لري تر شلو ټنو پورې الوچې متحده عربي اماراتو ته صادرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا د کندهار د اقتصاد د پیاوړتیا او د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل شوی دی.

اړوند خبرونه