بلخ کې د امید راډیو خبریال وايي، ټاکل شوې چې په یاد ولايت کې د برېښنا اړوند د دوو بنسټیزو پروژو د ګټې اخېستنې او د یوې نوې پروژې د چارو د پيل پرانېستغونډه په نږدې شېبو کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، دا پروژې د برېښنا د پراختيا او د خلکو د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو په موخه پلې کېږي، چې ورسره به د سيمې د برېښنا وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي. ويلکېږي، د دې پروژو پلي کېدل به نه يوازې د برېښنا رسونې کچه لوړه کړي، بلکې د اقتصادي فعاليتونو د پراختيا او د خلکو د ژوند د اسانتياوو په برابرولو کې به هم مهم رول ولوبوي.

