ډېر لوستل شوي

جي‌ډي وېنس: د ایران او امریکا ترمنځ بې‌باوري ژر نه حل کېږي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ ژوره بې‌باوري شته چې دا په لنډ وخت کې حل کېدونکی نه ده.

نوموړي د جورجیا پوهنتون «Turning Point USA» په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي، چې ایراني لوری د هوکړې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د وېنس په وینا، ډونالډ ټرمپ له ایران سره د کوچني تړون پر ځای د لویې معاملې غوښتونکی دی، او ټینګار کوي که ایران له اټومي وسلو تېر شي، امریکا به د دغه هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران مذاکره کوونکي پلاوي له درې اړخیزو خبرو وروسته ویلي، امریکايي لوري د دوی دریځ درک کړی، خو لا یې هم باور نه دی ترلاسه کړی.

اړوند خبرونه