د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان سره سم د ایران پر وړاندې سمندري کلابندۍ پیل شوې ده.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکايي ځواکونو دوه هغه کښتۍ درولې چې غوښتل یې د ایران له چابهار بندر څخه ووځي.
د رویټرز د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي، یو امریکايي جنګي بېړۍ دغو کښتیو ته د راګرځېدو امر کړی او اجازه یې نه ده ورکړې چې د عمان اوبو ته ووځي.
سرچینه زیاتوي، دا کښتۍ د راډیويي اړیکو له لارې خبردارې شوې او بېرته ستنېدو ته اړې کړل شوې دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د راپورونو له مخې، دا سمندري محاصره چې د اپرېل له ۱۳مې پیل شوې، د امریکا له لوري د لسګونو جنګي الوتکو، له ۱۲ څخه د زیاتو جنګي بېړیو او شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو په ګډون عملي کېږي.

