ډېر لوستل شوي

شي جین پینګ: نړۍ د «ځنګل قانون» پر لور روانه ده

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، نړۍ اوس داسې حالت ته روانه ده چېرته چې ځواک پر حق برلاسی کېږي او نړیوال نظم د «ځنګل قانون» ته ورته بڼه خپلوي.

نوموړي دا څرګندونې د اسپانیا له لومړي وزیر پدرو سانچز سره په بیجینګ کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د چین دولتي رسنیو په وینا، شي جین پینګ ټینګار کړی، چې چین او اسپانیا باید خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، متقابل باور زیات کړي او په ګډه د څو اړخیز نړیوال نظام ملاتړ وکړي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه همغږي ونه کړي، نو د ځواک او سیالۍ سیاست به د نړیوالو اړیکو بنسټ وګرځي.

اړوند خبرونه