د معیار او کیفیت اداره وايي چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه په اسلامکلا بندر کې ۴۰ ټنه کمکیفیته ودانیز توکي مسترد شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دې نبشي ډوله وسپنې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له هر اړخیزې څېړنې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په منظمه، شفافه او پرېکنده توګه روانه ده او ټولنې ته د زیانرسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونهشي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې کورنیو معیارونو ته جدي پام وکړي او د سالم بازار په رامنځتهکولو کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي.

