ډېر لوستل شوي

“اسرائیل باید د لبنان حاکمیت ته درناوی وکړي او جګړه ودروي”

د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د لبنان او اسرائیلي رژیم ترمنځ له اوربند هرکلی کړی او دې هوکړې ته یې د ښکېلو غاړو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.  

مکرون له اسرائیلي رژیم غوښتي چې د لبنان حاکمیت ته درناوی ولري او جګړه ودروي.

د فرانسې ولسمشر همداراز اندېښنه ښودلې چې د بریدونو دوام د لبنان او اسرائیلي رژیم ترمنځ اوربند کمزوری کولی.

تر دې مخکې قطر، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش هم د لبنان او اسرائیلي رژیم ترمنځ د لس ورځني اوربند هوکړه ستایلې وه او هیله یې څرګنده کړې وه چې دا اوربند به سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل شي. د لبنان او اسرائیلي رژیم ترمنځ مذاکرات په امریکا کې وشول او تېره ورځ دواړو لوریو په لس ورځني اوربند هوکړه وکړه.

اړوند خبرونه