نړیوالو رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا – اسرائیل د برید په لومړیو ورځو کې چین او روسیې له تهران څخه د پوځي ملاتړ هڅې کړې دي.
د سيبياېس نيوز د راپور له مخې چې له ایران څخه په دغه پوځي ملاتړ کې د چین له لوري د پرمختللي رادار سیستم احتمالي لېږد شامل دی، او بیجینګ په دې تړاو ارزونه پيل کړې ده.
امریکايي چارواکي اندېښمن دي، که چین ایران ته پرمختللي رادار سیستمونه ولېږدي، د ډرون او کروز توغندي د کشف په برخه کې د تهران وړتیا څو چنده زیاته شي.
د دې راپور تر خپرېدو مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د چین ولسمشر ورسره له ایران څخه د پوځي ملاتړ نهکولو ژمنه کړې ده. د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات ښايي څو ورځې وروسته بیا په پاکستان کې پیل شي.

