ډېر لوستل شوي

اوزبيکستان کې د ګډو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه شوې

د ګډو هېوادونو د سازمان (CIS) د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه د اوزبيکستان په کوربه‌توب د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون ترسره شوې ده.

د اوزبيکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف ويلي، چې په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کار پايلې ارزول شوې او د راتلونکو اوږدمهالو پروګرامونو او لومړيتوبونو په اړه بحث شوی دی.

د نوموړي په وينا، په غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ د رغنده خبرو اترو پر مهال د څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره پر لسو مهمو پرېکړو هوکړه شوې، چې ټولې تصويب شوې دي.

د راپور له مخې، د ګډو هېوادونو د مشرانو راتلونکې غونډې ته د چمتووالي موضوع هم په تفصيل سره څېړل شوې، چې ټاکل شوې د روان کال په اکتوبر مياشت کې په ترکمنستان کې ترسره شي.

بختيار سعيدوف ټينګار کړی، چې د دې غونډې پرېکړې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا لامل شي او د سيمې د ثبات او دوامداره اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به زمينه برابره کړي. د يادونې ده، چې د ګډو هېوادونو په دې سازمان کې روسيه، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، اوزبيکستان، ارمنستان او اذربايجان غړيتوب لري.

اړوند خبرونه