ډېر لوستل شوي

تسنيم: ایران له امریکا سره د بل پړاو مذاکراتو هوکړه نه ده کړې

د تسنیم خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران تر اوسه له امریکا سره د مذاکراتو د بل پړاو په اړه کومه هوکړه نه ده کړې.

د راپور له مخې، ایران ټینګار کړی چې په خبرو اترو کې د امریکا له لوري د زیاتو غوښتنو او سختو شرطونو نه شتون د مذاکراتو د دوام لپاره یو اساسي شرط دی.

همدارنګه ویل شوي، چې د ایران دغه دریځ د پاکستاني منځګړي له لارې امریکایي لوري ته رسول شوی، څو د راتلونکو خبرو لپاره روښانه دریځ وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د ایران د مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیاء» ویاند خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران له خاورې څخه د بېړیو د وتلو او ایران ته د راتګ بشپړه ازادي محدودوي، نو د هرمز تنګي وضعیت به تر سخت کنټرول لاندې پاتې شي او پخواني حالت ته به ور وګرځي.

اړوند خبرونه