د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت خبر ورکړی، چې تازه یې په روزنک بندر کې د تېلو ۱۰ نوې زېرمې ځای پر ځای کړې دي.
د معلوماتو له مخې، د دې زېرمو ټولیز ظرفیت ۸۴۰ ټنه دی، چې د لګښتونو کمولو او د احتمالي ضایعاتو د مخنیوي په هدف نصب شوې دي.
یاد شرکت وایي، دا اقدام به د انرژۍ سکتور پیاوړی کړي، د وارداتي تېلو مدیریت به ښه کړي او د هېواد ستراتیژیکې زېرمې به پراخې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، له اسلامکلا بندر څخه د انتقال ترڅنګ، نوې زېرمې د واګونونو د تخلیې بهیر ګړندی کوي او د اورګاډي کرښې ته پر وخت خلاصون زمینه برابروي.
چارواکي زیاتوي، چې دا زېرمې به د ټرانسپورټي ستونزو پر مهال د تېلو خوندي ساتنه یقیني کړي او د عرضې لړۍ به له ځنډ پرته روانه وساتي، څو بازارونو ته د تېلو وېش منظم دوام ومومي.
د نفت او ګازو دولتي شرکت ټینګار کړی، چې په راتلونکي کې به هم د تېلو تاسیساتو پراختیا او عصري کول چټک کړي، څو د هېواد د انرژۍ اړتیاوې په معیاري او باوري ډول پوره شي.
د پلان له مخې، ټاکل شوې چې د روزنک بندر د تېلو د ستراتیژیکو زېرمو ظرفیت په راتلونکې کې ۵ زره ټنو ته لوړ شي.
یاد شرکت دا هم ویلي، چې افغانستان د خپلو اړتیاوو یوه برخه له روسیه او ایران څخه د تېلو او ګازو د واردولو له لارې برابروي.

