د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې په لبنان کې د اوربند ټینګښت او د هرمز تنګي بیا پرانیستل، د سیمې د ثبات او پرمختګ پر لور مهم ګام دی.
د یاد سازمان د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد ویلي، چې دا دواړه پرمختګونه کولی شي د ښکېلو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.
هغې زیاته کړې، چې د اوربند او مهمو سمندري لارو د پرانیستو دوام به د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي او سیمه به د تلپاتې او عادلانه سولې پر لور بوځي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د هرمز تنګي له بیا پرانیستل کېدو او د لبنان له اوربنده هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې باید له دې فرصته د سیاسي حل لپاره ګټه واخیستل شي.

