ډېر لوستل شوي

تسنيم: د ایران او امریکا د راتلونکو مذاکراتو نېټه نه ده ټاکل شوې

تسنیم خبري اژانس د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې الجزیرې خبري شبکې د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي وو، چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو تر راتلونکې جمعې پورې ترسره شي.

وروستي معلومات ښيي، چې د یادو مذاکراتو د کره نېټې په تړاو لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

اړوند خبرونه