د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو د انتقالاتو کچه د تېر کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاته شوې ده.
د ياد وزارت د رسنيو دفتر وايي، د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات له لارې په روان کال کې څه باندې ۶.۱ میلیونه متریک ټنه توکي انتقال شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال شاوخوا ۴.۳ میلیونه ټنو ته رسېده.
د خبرپاڼې له مخې، د انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې، او په دې لړۍ کې نفتيــغیر نفتي توکي، خوراکي مواد او ودانيز توکي شامل دي.
همداراز، په دې موده کې لسګونه زره واګونه او زرګونه کانټینره سوداګریز توکي وارد او صادر شوي، او د صادراتو په برخه کې وچه مېوه، کرنیز محصولات او معدني توکي مهمه برخه جوړوي. د چارواکو په خبره، د انتقالاتو زیاتوالی د منظم پلان جوړونې، دايمي څارنې، د بنسټيزه پراختیا او د کارکوونکو د هڅو پایله ده او ډاډ يې ورکړی چې هڅې روانې دي، څو د خدمتونو دا بهیر نور هم اغېزمن او معیاري شي.

