ډېر لوستل شوي

ذاکر جلالي: افغانستان له نړیوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن دی.

نوموړي دغه څرګندونې د «انټالیا ډیپلوماسي فورم» په پنځمه نړیواله غونډه کې، چې په ترکیه کې ترسره شوې، د ګډون پر مهال کړې دي.

ذاکر جلالي ټینګار کړی، چې د دایمي تعامل تر څنګ، «رغنده او یوې پایلې ته رسېدونکې خبرې اترې» هم د افغانستان له مهمو ژمنو څخه دي.

هغه زیاته کړې، چې د انټالیا فورم د نړۍ له مشرانو، پالیسۍ جوړونکو او فکري څېرو سره د نظرونو د تبادلې او رغنده تعامل لپاره یو ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.

اړوند خبرونه