ډېر لوستل شوي

امريکا د عمان خليج کې پر يوې ايراني بېړۍ بريد کړی

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې امريکايي پوځيانو نن د عمان په خلیج کې د «توسکا» په نوم پر یوې ایراني بېړۍ چې له چين څخه د ايران پر لور روانه وه، بريد کړی دی.
راپور زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته ایراني لوري هم د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله د ځینو امریکایي پوځي بېړیو پر لور د برید ادعا کړې ده.
همداراز په راپور کې ویل شوي، چې ایران ګواښ کړی که د امریکا له لوري نور اقدامات وشي، نو غبرګون به وښيي.

اړوند خبرونه