ډېر لوستل شوي

اوکراین له درېیو عربي هېوادونو سره د بې‌پیلوټه الوتکو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي خبر ورکړی، چې هېواد یې له سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر سره د بې‌پیلوټه الوتکو ۱۰ کلن تړونونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د تړون له مخې به اوکراین یادو هېوادونو ته بې‌پیلوټه الوتکې صادر کړي او ترڅنګ به یې ګډ تولید هم ترسره شي.

زلېنسکي زیاته کړې، چې د دې هوکړو تر څنګ، اوکراین د منځني ختیځ او خلیج له ۱۱ نورو هېوادونو څخه هم غوښتنې ترلاسه کړې دي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې هېواد به یې په تدریجي ډول د قفقاز سیمې ته هم خپله پاملرنه زیاته کړي.

اړوند خبرونه