د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي وايي، چې اسلامآباد ته د امریکايي پلاوي سفر د هغوی خپله موضوع ده او په ايران پورې تړاو نه لري.
تسنيم خبري اژانس د بقايي په حواله ويلي، چې د واشنګټن پرلپسي سرغړونو له امله ايران په مذاکراتو کې پر امريکا هيڅ باور نه لري.
د نوموړي په وینا، له امریکا سره په هر ډول مذاکراتو کې د ایران بنسټيز دریځ دا دی، چې پر باور تکیه نه کېږي.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلاماباد په کوربهتوب د ايران او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو مذاکرات له کومې پایلي پرته پای ته ورسېدل او اوس تهران واشنګټن پر سرغړونو تورنوي.

