د خوست مسوولین وایي چې د یاد ولایت په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د ۲۱ میلیون ۴۵۰ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت د سړکونو او لښتیو پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکس لیکلي چې د ۱۳۳۷ مترو په اوږدوالي سړکونه او د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي لښتي د پنځو میاشتو په موده کې جوړ او نن ورځ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ښاغلي ګربز په وینا چې دا پروژې د خوست ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې دي.
د خوست د والي ویاند همداراز لیکلي چې د دغه ولایت ښاروالۍ تېر کال ۳۰ رغنیزې پروژې پلان کړې وې چې له هغو یې یوه پروژه نن پرانیستل شوې، او د روان کال لپاره ځینې نورې پروژې هم پلان شوې دي.

