د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د «توسکا» په نوم د یوې ایراني کښتۍ نيول «غیرقانوني او وحشیانه» عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی.
یاد وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا اقدام چې د کښتۍ د عملې او د هغوی د کورنیو د ګواښ او وېرې سبب شوی، «سمندري غلا او ترهګریز عمل» ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، ایران د ملګرو ملتونو له سازمان، د دې سازمان له امنیت شورا او د سمندري چارو له نړیوالو ادارو غوښتي، چې دې پېښې ته جدي پاملرنه وکړي او اړوند غبرګون وښيي.
تهران ټینګار کړی، چې یاده کښتۍ، د هغې عمله او کارکوونکي باید ژر تر ژره ازاد کړل شي او خبرداری یې ورکړی چې د دې اقدام پایلې به خطرناکې وي.
دغه راز ایران ویلي، د خپلو ملي ګټو او د خپلو وګړو د حقونو د ساتنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي او که سیمه کې وضعیت لا پېچلی کېږي، بشپړ مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
د یادونې ده، چې امریکایي ځواکونو د روانو سمندري محدودیتونو په دوام، وړمه ورځ د عمان په سمندر کې، د ایران اړوند یوه کښتۍ ونيوله.

