ډېر لوستل شوي

د هنګرې نوی لومړی وزیر: د نتانیاهو د نیولو ژمنه مو کړې

د هنګري نوي لومړي وزیر پیتر ماګیار خبر ورکړی، چې هېواد به یې د هغو مشرانو د نیولو مکلفیت پر ځای کړي چې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري تر تعقیب لاندې دي.

نوموړي د بوداپست په «هونګ اکسپو» مرکز کې له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې هنګره به د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب وساتي او له دې محکمې څخه د وتلو هغه بهیر به ودروي چې پخوا د ویکتور اوربان د حکومت له خوا پیل شوی و.

ماګیار وړاندې ویلي وو، چې که واک ته ورسېږي، د اوربان دا پرېکړه به لغوه کړي؛ هغه پرېکړه چې د بنیامین نتانیاهو د نیولو د حکم له صادرېدو وروسته شوې وه.

نړیوالې جزايي محکمې د نتانیاهو او د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت د «جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو» په تور د نیولو حکم صادر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نتانیاهو د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د هنګرې د ۷۰مې کلیزې د یوې رسمي غونډې لپاره بوداپست ته سفر وکړي.

اړوند خبرونه