ډېر لوستل شوي

قالیباف: ایران د ګواښ تر سیوري لاندې خبرې نه مني

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، چې تهران د ګواښ او فشار تر سیوري لاندې له امریکا سره خبرې نه مني.

نوموړي دا څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه په داسې مهال کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو په اسلام‌آباد کې د پیل په درشل کې دی.

قالیباف تور پورې کړی، چې ډونالد ټرمپ د «محاصرې او د اوربند د نقض» له لارې هڅه کوي، چې د خبرو مېز د تسلیمۍ پر مېز بدل کړي او یا د جګړې فضا بیا توده کړي.

د نوموړي په وینا، ایران په وروستیو دوو اوونیو کې د نوي وضعیت لپاره چمتووالی نیولی دی.

بل لور ته، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم امریکایي لوري ته ویلي، چې ایران د سمندري محاصرې دوام د خبرو پر وړاندې خنډ بولي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ټینګار کړی چې هېواد به یې د فشار او زور تر اغېز لاندې پرېکړه ونه کړي.

اړوند خبرونه