د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمد نعيم د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي جيلز برټرنډ سره کتلي او په دوهاړخيزو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو او دايمي همکاريو پر پراختيا يې خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي نعيم د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې مرستې دې د دايمي پرمختيايي پروګرامونو پر لور واړوي، څو کاري فرصتونه ډېر او د خلکو د اساسي ستونزو په هواري کې اغېزمن رول ترسره شي.
د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال دغه راز د دوه اړخيز درناوي پر بنسټ پر متوازن اړيکو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د ستونزو د حل په برخه کې اسلامي امارت پر ډيپلوماسۍ باور لري.
بلخوا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د ستونزو د هواري لپاره معقوله لار ډيپلوماسي او خبرې اترې بللې او له افغانستان سره يې د دايمي همکاريو ډاډ ورکړی دی. جيلز برټرنډ همداراز د افغانستان سوداګريزو چارو ته په اشارې ويلي، چې اروپايي دروازې د افغانستان د صادراتو پرمخ خلاصې دي او افغاني توکي په اروپا کې ښه بازار لري.

