ډېر لوستل شوي

د ټرمپ په کابینه کې اختلاف؛ د امریکا د سمندري ځواک وزیر له دندې ګوښه شو

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا جګړې وزیر پیت هګست له لوري د سمندري ځواک وزیر جان فیلن له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د رویټرز په راپور کې، دا اقدام د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پر مهال یو بل مهم بدلون بلل شوی دی.

بلخوا، پنټاګون په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، چې جان فیلن به «په سم‌لاسي توګه» خپله دنده پرېږدي، خو د دې پرېکړې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

سرچینې وایي، د فیلن ګوښه کېدل د هغه او د جګړې وزیر پیت هګست، د هغه د مرستیال استیو فاینبرګ او همدارنګه د سمندري ځواک د وزارت د ملکي مرستیال هانګ کائو ترمنځ د اختلافاتو له امله رامنځته شوي دي.

د امریکا د جګړې وزارت ویلي، چې له دې وروسته به هانګ کائو د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، جان فیلن د ډونالډ ټرمپ له نږدې کسانو او میلیاردرانو څخه و او د هغه په نوې اداره کې لومړنی لوړپوړی پوځي چارواکی دی چې له دندې ګوښه کېږي.

شنونکي دا بدلون د جګړې وزارت په لوړو کچو کې د روانو پراخو بدلونونو او بې‌ثباتۍ برخه بولي، چې په وروستیو اونیو کې د پیت هګست تر مدیریت لاندې رامنځته شوې ده.

اړوند خبرونه