د ۲۰۵ البدر قول اردو خبر ورکړی، چې د دويمې پلې خیبر لوا د انجینري آمریت له لوري په زابل ولایت کې د کډوالو ښارګوټي لپاره د ۱۵۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې دي.
د مسوولینو په وینا، دا سړک به د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته د تګــراتګ اسانتیاوې برابرې او د سیمې د بنسټیزو خدمتونو په ښهوالي کې به مهم رول ولوبوي.
ویل کېږي، چې د دې پروژې پلي کېدل به د سیمې د اوسېدونکو ورځنی ژوند اسانه او په ټرانسپورټي برخه کې به اغېزمن تمام شي.

