ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي: افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ويلي، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې او همکاري لري.

ښاغلي متقي د «دودیزې غېږنېونې د نړیوالو سیالیو د پرانیستې مراسمو» کې په خپلو خبرو کې په سیمه کې د احتمالي خطرناکې جګړې د پیل په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې شخړې باید د مذاکراتو له لارې حل او اوربند ته دوام ورکړل شي. د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، چې سیمه‌ییزه همکاري او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید د تاوتریخوالي پر ځای د تفاهم لاره غوره شي.

اړوند خبرونه