ډېر لوستل شوي

د واشنګټن او تهران ترمنځ د اور او اوبو لوبه؛ دواړه هېوادونه د ګټې او د یو بل د ملامتۍ ادعاوې کوي

دواړه لوري یو بل ملامتوي چې اوربند نقضوي او له اصولو یې سرغړونه کوي. تمه وه د دوه اونیز اوربند وروسته یو ځل بیا د دواړو هېوادونو استازي د مذاکراتو مېز ته حاضر شي، خو د تهران له انکار سره ټرمپ یوازې اوربند د پاکستان په غوښتنه وغځاوه.

امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد به یې له ایران سره یوازې هغه مهال هوکړې ته رسېږي چې دا د امریکا او د هغې د متحدینو ګټې پکې خوندي وي.

ټرمپ ټینګار یې کړی چې واشنګټن د هر ډول پرېکړې لپاره بېړه نه لري.

ټرمپ د روان وضعیت په اړه د خپلو پخوانیو څرګندونو په دوام ویلي چې د ایران نظامي ځواک یې شړولی دی او د هوايي دفاع سیستمونه یې هم له کاره لوېدلي دي. یاده دې شي چې اوسمهال ایران د امریکا لخوا د سمندري کلابندۍ په ځواب کې هرمز تنګی تړلی دی.

اړوند خبرونه