ډېر لوستل شوي

عراقچي اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته سفر کوي

د ایران بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سید عباس عراقچي به نن ماښام خپل سیمه‌ییز سفر پیل کړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي به د دې سفر په لړ کې اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته ولاړ شي.

ویل شوي، د دې سفر بنسټیزه موخه له اړوندو هېوادونو سره دوه‌اړخیزې سلا مشورې، د سیمې د روانو حالاتو ارزونه، او همدارنګه د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې د وروستي وضعیت په اړه خبرې دي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امریکا‌-‌اسراییلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له منځه وړلو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

اړوند خبرونه