د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه دی.
نوموړي ویلي چې ددې موضوع په تړاو به احوال واخلي.
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
خو دغو افغانانو ویلي چې له کلونو راهیسې امریکا ته د تګ په تمه دي. دغو افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان او کانګو کې یو وټاکي.

