ډېر لوستل شوي

اسلام‌اباد ته د عراقچي رسېدل؛ د امریکا او ایران ترمنځ د لیدنې کوم پلان نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ ډار ویلي، چې عراقچي اسلام‌اباد ته رسېدلی او د دې هېواد د پوځ مشر عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر له لوري په هوايي ډګر کې هرکلی شوی دی.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی څرګنده کړې، چې د عراقچي د سفر پر مهال د ایراني او امریکايي پلاوو ترمنځ د کومې لیدنې پلان په اجنډا کې نشته.

نوموړي زیاته کړې، چې عراقچي به له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې د سیمې کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د ایران د پلاوي له سفره د رغنده خبرو تمه لري، څو د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لامل شي.

ټاکل شوې، چې د ایران دولتي پلاوی به د اسلام‌اباد له سفر وروسته عمان او روسیې ته هم ولاړ شي.

اړوند خبرونه