ډېر لوستل شوي

د ګلبهار ښارګوټي طرحه د شاوخوا ۸ میلیارد ډالرو پانګونې په لېوالتیا پرانيسپ کې تایید شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرانيسپ کې تایید شوې ده.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، په دې غونډه کې د اړوندو ادارو له لوري د یاد ښارګوټي پر طرحې له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د لا نورو تخنیکي ارزونو لپاره دې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شي.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې کمېټه به د پروژې تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي اړخونه په تفصیل سره وڅېړي او خپل راپور به په درېیو میاشتو کې وړاندې کړي.

د یاد ښارګوټي لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارد ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې، چې ټاکل شوې په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.

ويل‌کېږي، د دې پروژې په پلي‌کېدو سره به لسګونو زرو کسانو ته د اوسېدو زمینه برابره او زرګونه کاري فرصتونه به هم رامنځته شي.

اړوند خبرونه