ډېر لوستل شوي

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو مېلمستیا د امنیتي ننګونو له امله ګډوډه شوې

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې کلنۍ مېلمستیا پر مهال د ډزو غږونه اورېدل شوي او د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم ګډون درلود.

ویل‌کېږي، د پېښې په پیل کې ځانګړي ځواکونه تالار ته ننوتلي او وروسته ټرمپ او نور چارواکي د امنیتي کسانو له خوا له سیمې وایستل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې ټرمپ یا بل ګډونوال ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د پېښې د علت او نورو جزیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه