د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان تر سفر وروسته د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی او ټاکل شوې چې بېرته اسلاماباد ته ستون شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دا سیمهییز سفر د امریکا او اسراییلو تر بریدونو وروسته د عراقچي لومړنی سفر دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د نوموړي د پلاوي یوه برخه له اسلاماباد څخه تهران ته د سلا مشورو لپاره ستنه شوې او ټاکل شوې چې بېرته له عراقچي سره یو ځای شي.
بقايي ټینګار کړی، چې تهران د خلیج هېوادونو سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د باور جوړونې او رغنده همکاریو پراخولو ته ژمن دی.
په ورته وخت کې، ټاکل شوې وه چې عراقچي له عمان وروسته روسیې ته هم سفر وکړي، خو د ډونالډ ټرمپ له لوري اسلاماباد ته د امریکايي پلاوي سفر لغوه شوی، چې تمه وه د ایران له استازو سره خبرې وکړي.

