د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې فراه کې د شيخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د واردو شويو توکو د ارزونې پر مهال یوه جوپه کمکیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته ورګرځول شوې ده.
یاده اداره وايي، دې جوپې شاوخوا ۲۴ ټنه وزن درلود چې له تخنیکي څېړنو وروسته یې معیارونه نه دې پوره کړي او بازار ته د داخلېدو مخه یې نیول شوې ده.
مسوولينو ډاډ ورکړی، چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول بهیر په جدي او منظم ډول روان دی او هېڅ ډول کمکیفیته او غیرمعیاري توکو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
دوی زیاتوي، چې دا ډول اقدامات د خلکو د روغتیا ساتنې او د بازار د کیفیت د خوندیتوب لپاره مهم ګڼل کېږي.

