ډېر لوستل شوي

کابل کې د دودیزې غیږنیونې سيالۍ؛ مولوي اميرخان متقي د ورزشي ډيپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د «دودیزې غیږنیونې د نړیوالو سياليو» په مراسمو کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې ژورې او تاریخي بللې او ټینګار یې کړی، چې د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

د بهرنيو چارو وزير ډاډ ورکړی، چې د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې روانې دي او په وينايې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بلخوا، د ګډون کوونکو هېوادونو ورزشي استازو د افغان لوري د تنظیم او مېلمستیا ستاینه کړې او د دې برخې د لا پراختیا لپاره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د «دودیزې غیږنیونې نړیواله سيالۍ» د کابل په کوربه‌توب ترسره شوې، چې د اوو هېوادونو لسګونه بهرني او کورني ورزشکاران پکې برخه درلوده.

اړوند خبرونه