د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر اخوند په فاریاب کې نن د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د برېښنا د وېش او انتقال درې پروژې پرانيستې دي.
ياد معاونیت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دې پروژو کې د فارياب له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو پورې د ۱۱۰ کيلوولټ د برېښنا لېږد غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کيلوولټ سبسټېشن جوړول، د همدې ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګاولټــامپير ظرفيت لرونکو ټرانسفرمرونو له لارې د برېښنا د وېش شبکو پراختيا شامل دي. د اقتصادي معاونیت په خبره، ټاکل شوې چې د يادو پروژو چارې به د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

