ډېر لوستل شوي

پوتین: روسیه د سیمې د سولې او ثبات لپاره له ایران سره همکارۍ ته چمتو ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په لیدنه کې د ایران د خپلواکۍ او حاکمیت د دفاع لپاره د ایراني ولس هڅې ستایلې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، پوتین عراقچي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، روسیه به د سیمې د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره هر ممکن اقدام وکړي.

پوتین ټینګار کړی: “موږ به له خپل اړخه هر هغه څه وکړو چې ستاسو او د سیمې د ټولو خلکو په ګټه وي، څو سوله ژر تر ژره تامین شي.”

پوتین دغه راز له ایراني پلاوي غوښتي چې د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي ته یې د سلامونو او نېکو هیلو پیغام ورسوي.

دا په داسې مهال ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سیمه‌ییز سفر په لړ کې تېره ورځ مسکو ته تللی دی.

اړوند خبرونه