د افغانستان لپاره د بريټانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي د ریاستالوزراء مقام د دفتر له عمومي رييس ډاکټر ملا عبدالواسع سره کتلي دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ریچارډ لینډزي د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو خواخوږي ښودلې او د تاوتریخوالي پر پای او د باور پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.
ډاکټر عبدالواسع د پاکستان پوځي رژيم له لوري د کونړ پر ملکي اهدافو بریدونه غندلي او ويلي يې دي، چې د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي.
ښاغلي عبدالواسع زیاته کړې، اسلامي امارت د تاوتریخوالي مخالف دی، خو د هېواد له حاکمیت څخه دفاع خپل حق ګڼي. د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لوريو د تاوتریخوالي د کمولو او د بشردوستانه مرستو د دوام پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

