ډېر لوستل شوي

جوزجان کې ۹۰ زره کورنيو ته د برېښنا لېږد پروژې چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزير ملا محمد يونس اخندزاده په شتون کې د جوزجان ولایت په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا د لېږد پروژې چارې پیل شوې دي.

د اميد راډيو خبريال د مسوولينو په حواله ويلي، چې دا پروژه د شاوخوا ۱.۶ میلیارده افغانیو په لګښت پلي کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به ۹۰ زره کورنیو ته منظمه برېښنا برابره کړي.

د مسوولينو په وينا، په دې پروژه کې د ۸۵ کیلومتره برېښنا لین او دوه سب‌سټیشنونه شامل دي، چې د ۲۲۰ ولټه برېښنا لېږد طرفيت به ولري.

اړوند خبرونه