د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د «5G» خدمتونه په ازمایښتي توګه پیل شوي دي.
د ياد وزارت وياند عنايتالله الکوزی وايي، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۷۴ انټنونو ظرفیت «5G» ته لوړ کړی او ټاکل شوې، چې له ازمایښتي پړاو وروسته به دا خدمتونه د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.
په همدې حال کې، د مخابراتو وزیر مولوي حمدالله نعماني د ياد مخابراتي شرکت له رييس عليالله سروري سره په ناسته کې د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د خدمتونو پر رسولو او د کیفیت پر ښهوالي ټینګار کړی دی.
ښاغلی الکوزی زياتوي، د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې ۴۶ مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي او ۱۸۶ نور تر کار لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې د «5G» ټکنالوژۍ پیل به د چټکو او باکیفیته مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم بدلون رامنځته کړي.

