ډېر لوستل شوي

د هرمز کړکېچ او تړلو دروازو پاکستان ځپلی؛ د تېلو لګښت يې درې برابره لوړ شوی

د هرمز تنګي او له افغانستان سره د دروازو له تړل‌کېدو وروسته، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د دې هېواد د تېلو اوونيز لګښت له شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالرو نږدې ۸۰۰ ميليون ډالرو ته لوړ شوی دی.
نوموړي ويلي، چې د منځني ختيځ جګړې له امله د سون توکو نړيوالې بيې لوړې شوې او د هرمز تنګي د کښتيو تګ‌ــ‌راتګ د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته فلج پاتې شوی، چې له امله يې د تېلو بازار ګډوډ شوی دی.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د جګړې تر پیل وړاندې په عمومي اقتصاد کې ښې نښې لرلې، خو له جګړې سره زموږ د دوو کلونو هڅې په اوبو لاهو شوې.
دا په داسې مهال ده، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ دروازې او راکړې ورکړې له بندېدو وروسته په دې هېواد کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د ځوړ په حال کې دی.

اړوند خبرونه