ډېر لوستل شوي

امريکايي سناتور: پر ایران د پوځي برید احتمال ډېر نږدې دی

د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور ریچارډ بلومنټل د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ ويلي، چې ممکن په نږدې راتلونکي کې پر ایران پوځي برید وشي.

نوموړي له «سي‌اېن‌اېن» سره په خبرو کې دا وضعیت «د اندېښنې وړ» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول پوځي اقدام کولای شي د امریکایي سرتېرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي او پراخه مرګ‌ژوبله رامنځته کړي.

بلومنټل زیاته کړې، چې د ایران په اړه د پوځي اقدام اړوند معلومات «د پرېکړې پر مېز شته» او دا موضوع په جدي توګه ارزول کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په واشنګټن کې د ایران پر وړاندې د پوځي انتخابونو، په ځانګړي ډول د پراخو بریدونو او ان د ځمکنیو ځواکونو د احتمالي حضور پر سناریوګانو غور روان دی.

اړوند خبرونه