ډېر لوستل شوي

امریکا منځني ختیځ ته د ۸.۶ میلیارد ډالرو وسلو پلور تصویب کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې هېواد د منځني ختیځ څلورو متحدو هېوادونو ته د ۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور پرېکړه تصویب کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا وسلې به اسراییل، قطر، کوېټ او متحده عرب امارات ته ورکړل شي.

په جزیاتو کې راغلي، چې قطر ته ۴.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د «پاتریوت» دفاعي او توغندیزو سیسټمونو د ساتنې او بیا تمویل خدمتونه او د لېزري هدایت شویو وسلو «APKWS» نږدې ۹۹۲.۴ میلیون ډالرو په ارزښت منظور شوي دي.

همداراز، کوېټ ته د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د جګړې د قوماندې یو‌موټي سیستم، اسراییلو ته د «APKWS» په نږدې ۹۹۲.۴ میلیون ډالرو او اماراتو ته د همدې سیسټم په ۱۴۷.۶ میلیون ډالرو پلور هم شامل دی.

راپور زیاتوي، چې د امریکا متحده ایالتونو خپلو اروپایي متحدینو لکه بریټانیا، پولند، لیتوانیا او استونیا ته خبرداری ورکړی، چې له ایران سره د جګړې له امله د وسلو د زېرمو د کمېدو له امله به د امریکایي وسلو په ترلاسه کولو کې له ځنډ سره مخ شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې یادو هېوادونو د امریکا او اسراییلو له ایران سره په ۴۰ ورځنۍ جګړه کې د خپلو وسلو ډېره برخه مصرف کړې ده.

اړوند خبرونه