د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد شاوخوا ۲۹.۷۵ سلنه د تېلو اړتیا له کورنیو سرچینو پوره شي.
ښاغلي اعظم پر خپله اېکسپاڼه زیاته کړې، چې د نويو پروګرامونو له مخې به په هېواد کې د تېلو استخراج زیات شي.
د نوموړي په وینا، دا مهال شاوخوا ۱۵.۷ سلنه د افغانستان د تېلو اړتیا له کورنیو سرچینو پوره کېږي، خو لا هم هېواد هر کال نږدې درې میلیونه ټنه تېل له بهرنیو هېوادونو واردوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د امو سيند په «زمردسای» سيمه کې د پنځو څاهګانو د تېلو استخراج پیل شوی او ټاکل شوې ده، چې ژر به له اوو نورو څاهګانو څخه هم استخراج پيل شي. #امیدراډیو

