د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) خبر ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» په نوم یو نوی پوځي ماموریت پیل کړی، چې موخه یې د سوداګریزو کښتیو د تګ-راتګ خوندي کول دي.
د سنټکام په وینا، په دې ماموریت کې په ۱۵ زره امریکايي پوځیانو سربېره لسګونه جنګي بېړۍ، د توغندیو په پرمختللو سیستمونو سمبال تجهیزات، شاوخوا ۱۰۰ جنګي الوتکې او څو ډوله بېپیلوټه الوتکې هم کارول کېږي.
امریکایي پوځ دا اقدام د سیمې د امنیت او د نړیوال اقتصاد د ثبات لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د سمندري کلابندۍ ترڅنګ به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو ملاتړ دوام ولري.
بلخوا، تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسدارانو خبرداری ورکړی و، چې هېڅ کښتۍ د دوی له اجازې پرته نشي کولای له هرمز تنګي تېره شي.
تر اوسه د ایران چارواکو د امریکا د دې نوي پوځي اقدام په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او هر ډول پوځي تحرکات پکې د نړیوالو اندېښنو لامل ګرځي.

